سپینه ورځ راته بیګاه شوه ه چی رانه غلی
دزړه خونه په سودا شوه چی رانه غلی
یا می خوار نصیب پښتون دزمانی شو
یا می مینه بی وفا شوه چئ رانه غلی
سم دوینو سمندر په زړه کی جوړ شو
په ماجوړه کربلاشوه چئ رانه غلی
هره ورځ چی ستا په لاره څڅیدله
هغه اوښکه په ژړا شوه چئ رانه غلئ
یا بی لوځه زما یار زما دکلی
یا بی لوځه دا دنیا شوه چئ رانه غلئ
نن په لپو ټولوم د زړه هینداره
شل ټوټئ ستا په جفا شوه چئ رانه غلی
بیا غزل زما دزړه په وینو لوند شو
زمانه په ما آګا شوه چئ رانه غلی
هر ساعت ستا د دیدن په مزار زانګي
سره جڼډه دا ستا رڼا شوه چی رانه غلئ