ستا د لیدو د پاره
خلک بلا د منزلونو لارې و وهي ځي
څوک د اسمان په لوري
او څوک په مخ د ځمکې
څوک وي چې تا پورې درورسیږي
څوک وي چې پاتې شي په نیمه لاره
دا ټول د عشق کمال دے
چې څوک له تا سره الفت کوي تر کومه حده
زه نه بهر وځمه
نه چرته سفر کووم
زه د خپل کور په بې شهرته ځای مقيمه پاتې
خو بېا هم تا وينم په خپل زړګي کې