چي په مخ دي توري زلفي راخوي شوي
رانه پاتي دمحفل تودي قيصي شوي
ښكلي مخ ته دي له ورايه ويلي كيږم
په شنه خال كي دي راجذبي تماشي شوي
ناست يواځي ستا يادونه مي په زړه دي
هرڅه پاتي چي رايادي ستا نخري شوي
ستاپه ياد كي لكه شمعه ويلي كيږم
دپتنګ غوندي زما په سرايري شوي
نورغمودي زه دژونده لاس په سر كړم
دژوندون وړي ډيوي مي نوري مړي شوي
ناست محفل كي ستا غمونو ليوني كړم
په محفل كي ستا دحسن تراني شوي
خوشحالي كوه شيرزاده نو ويرمه كړه
يار دي راغي په وطن خوري وږمي شوي
امان بيګ شيرزاد