چیغه می په زړه کی داحساس غوږونه نشته
اور دی په وطن کی دآرام وختونه نشته
ټوله تاریخ تباه شو ربه ته یی راخوندی کړی
اوس مو حماسوکی دپخوا موجونه نشته
ما دزمانودخولی میوندباندی ویاړلی دی
ولی اوس شملوکی دمیوند عزمونه نشته
هیر سول تاریخونه خلګ وینم چی پردی منی
دی زمان په خلګوکی دغاښ سوکونه نشته
ورځ په ورځ ورانیږومیلمانه هم ستړی شوی
ځکه موپیوند کی دبنیاد تارونه نه نشته
ښکلی می وطن ووچی راوران په فرقوکی نن
اوس موجوماتوکی دبلال ږغوونه نشته
وژنی وژنی تاریخونه دباباپګړی هم ننګ بولی
ځکه اوس پلروکی دشملواودپښتوفکرونه نشته
چوری کړله خاوره نورنوڅه غواړی راغلی
حتی په قبروکی مو دپلارهډونه نشته
ورک به شوتبابه شوراځه پښتونه مټی راونغاړو
ګوره! په پردوکی داحسان لاسونه نشته
ورورمی یی پښتون می یی دخدای لپاره مکوه
ستاپه کارناموکی دنفاق وصفونه نشته
نن که اسحق زی په خاموشی تاته زولی راوړی
وروه دجنګ په سرولمبوکی دامیدکورونه نشته
عزم راسخه قلم په لاس ډیوی کړه بلی !شاباس
ځکه ناپوهانو په اقبال کی دشاباس لفظونه نشته
اسحق زی
هرات لرغونی ښار
ژمی ۱۳۸۹/۱۰/۲۳