چې کتاب واخلم خیال دې وړي ما له کتاب سره
وزرې اوباسم پرواز کړم له سحاب سره
هلته مې یوسي چې پریانې راته ناڅي په ناز
چیرته چې ته یې تنها ته یې له شراب سره
دا زمانه راته غلام شي , مۍ او جام شي قسم
زلفې دې دام شي , تار د ساز شي له رباب سره
دا څو شیبې د ژوند خوږې خوږې تیریږي پرما
غرق په مستې کې , په خندا د شور او تاب سره
زه شم محل , ته شې ممتازه د یوې پاکې مینې
خیال کړم چې پریوتم گلبڼ کې د گلاب سره
خو چې په خود شم ویجاړه شي دا ښکلې نړې
څومره عجیبه ده د عشق دنیا له خواب سره
مزار شریف