ســهـارمــهال ووګــړېـده راتـه بـلبـل
وو دامین ډېر ګيله من لـه خــپله ګــل
لرلــې ګــیله ډېــره دګـل له بــې نیـازۍ
هــم یې ویــل دا، بورا ناز کوي پر ګل
پتڼ واورېده ګيله اودبلبل ډېر ګړېده
ویل یې مه لره ګیله ، ته له خپله ښکلي ګل!
ګوره دګل عمر دي، یوه خوله ده د خندا
نازُ ونه وو هوا یې تل منه دخپل سنبل!
سوځي پتڼ تل په لمبوکي بې لوګي
سونګ دمیني یې کشوي ودې ته تل
هیڅ به نه وکړم ګیله له شمي او له اوره
وي مین په مینه کي په سوزوګدازتل