نيسي چې اغزي درنه ګرېوان درته ازار کوي
مه وله بلبل چې سره ګلان درته ازار کوي
ولې دې سپرلی باغچې ته پرېنښود چې راشي لږ
ګوره سپېرې زلفې د جانان درته ازار کوي
ستا په ښار به هم د اسويليو توپان اور کړي بل
اوس نو کور په کور افغانستان درنه ازار کوي
نشته په جومات کې تير چې جاله په کې جوړه کړي
اف چې توتکۍ غوندې مرغان درته ازار کوي
د کوم زخم خولګۍ به مې غليمه کړي اټک ټکور
سر نه مې تر پښو پورې ټول ځان درته ازار کوي