پوه نه شوم؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41949
رڼا مومندي
دخبریدو نیټه : 2011-02-04


بی تانه تشه پرخه په بڼو باندی پرته یم
پوه نه شومه جانانه چی ته څه او زه دی څه یم
ته ماته روڼ مشال دهیلو بل راپه منزل شوی
خاطر زما د مینی ته دسرو غوټیو ګل شوی
له تانه پرته پاتی رڼه اوښکه په لیمه یم
پوه نه شومه جانانه چی ته څه او زه دی څه یم


ته توان راته د خوارو او غریبو اسویلوشوی
ته چیغه دفطرت مې دعاجزو ارمانو شوی
که نوم ستا دزړګی کتاب کی نه وی لیکل شوی
بی تانه زه بی خونده او بی رنګه افسانه یم
پوه نه شومه جانانه، چی زه څه او ته می څه یۍ

تصویرچی ستا د سترګو را په زړه شی هریوځلی
په هر کلام کی ستا نوم راپه خوله شی غلې غلې
خاطرد عواطفو می انځور ستا راته جوړ کړی
باور دی وشه یاره چی دی زه د زړه اینه یم
پوه نه شومه جانانه، چی ته څه او زه دی څه یم؟

زما دسترګو توره دا تقدیر راته عجیب شو
دا ستا دمینی لار کی خپل مسیرراته غریب شو
ټپي ټپی می زړه ستا د جفا په توری پری دی
تعجب کوم رڼا چی زه دې ناسته په وعده یم
پوه نه شومه جانانه،چی ته څه او زه دی څه یم؟