په زندګئ کي مي هر څه ولیدل
لږ مي خواږه ډیر مي تراخه ولیدل
له تا مي وروسته بل ته وو نه کتل
که مي هر څومره ښایسته ولیدل
په خوله پښتو په پښتو نه پوهیدل
څومره بدرنګ مي پښتانه ولیدل
افغان که هر څو ترینه خار میندلی
بیا مي په هغه خره سپاره ولیدل
دقیامت نښي مي تر سترګو شولې
دشت عرب کي مي واښه ولیدل