بېګاه په خوب کي مي لپدلې وي څوک
دزړه په وره کي راته غلې وي څوک
هسي يي رنګ راباندي خوږ ولږي
لکه وطن نه چي راغلې وي څوک
کچکول په لاس شکرانه غواړي رانه
د پيربابا کوم نازولې وي څوک
کله د يو او کله بل پسي بيا
لکه دي سترګو چي ليدلې وې څوک
رانه زما د نوم پوښتنه وکړي
د کوه قاف د غرونو ښکلې وي څوک
خداېږو منزل ته به ضرور رسيږې
د کامه وال په لار چي تللې وې څوک