لکه هجران ژړا لرمه خندا نه لرمه
داوبولیک یم لیکل کېږم بقا نه لرمه
دعدتونوپه نوم لړکي مي یوداعت دی
لکه ګلاب ښکلا لرمه جفا نه لرمه
ما د الفت له کلي ځکه لېري کډه کړې
رقیب لرم غماز لرمه اشنا نه لرمه
زه چي دمرستي په نیت ور دهیچا نه ټکوم
دعشق پرهریم درد لرمه دوا نه لرمه
نه په انسان نه پرحیوان نه پرنبات غمېږم
زه لکه پرخه نن لرمه سبا نه لرمه
زه جمالیاردا دنېستۍ نارې پدا وهمه
ددونیاسته منم لرمه خو تا نه لرمه