غزل
کلي کي ځاي نلرم ښار نه يي شړلي يــــــــــــــــــمه
حلاتـــو څو قيسمه رسو باندي تړلي يـــــــــــــــــــمه
جنون مي بيا زرور شوي زه يي بيا راوســـــــــــــتم
بيا هغه چا ته چي يي بيا بيا زورولي يــــــــــــــــــمه
د صبر جام مي زيايي ډک شولو تر خولي پوري نور
د جانان غمه نور مي پريږده لکه مړي يـــــــــــــــمه
له پښو مي سا وتي په زړه مي باور ختـــــــم شو نور
جانانه تا ته رسيدي نه شمه ستړي يـــــــــــــــــــــــمه
که ته مي غواړي نو د ورک سمنــــــــدر لاري څاره
زه يوسفزي سختو څپو ته رسيدلي يـــــــــــــــــــــــمه