ظلم: - مثنوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42368
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2011-02-21

 
پــه هــېــواد کـي مـوغــوبـــل دټـــول نــــړۍ
غوبلچیان اونندارچیان، نه بېلیږي پام کړۍ
خــوځښـ(ت درغـاون نـسته په هیــڅ ګـــون
ویني دي بهیږي ولس ډوب دی په مرګون
لــه ظــالم اوظالمانو، نه راځــي ښــه تـــون
خدای دي کړي په خپــل ځــواک سره زبون
په دې نامه اوآ نامه، مووژني ظالمان
خدایه!ته مو چاره وکړه، موږ یو مظلومان
خلاس کــړه خدایه داولس له دې بـلا!
رنګینې کړه په ویــنو، د هېوادښکلې کــلا
هـېــواد مــو ویــجاړکـــړی دې جــګړې
سپین ورځ مو توره شــپه کړه دې جــګړې
مـــوږ نه بــد وو او ترهــګر پـــردې نړۍ
اوس هــم بــدیــو هـــم تــرهــګر دټـول نـــړۍ
بد سوه ښه اوښه سوه بد،هــم پــه رک زور
بیایې په چلول کی، ورور دښــمـــن دورور