غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42369
عبدالحلیم همت وردګ
دخبریدو نیټه : 2011-02-21


په دې پوه شه ای زړګیه چې دا کار د لېونو دی
چې د یار تر کوره راغی دا اختیــار د لېونو دی
دا دنیا ورته عبث ده وار له مخه لاس په سردي
له حســـرت او له عیشونو تل انکار د لېونو دی
ځان له خاورو سره یو کا بیا ټولنې ته رادرومي
د ښکلاؤ په بازار کې دا سینـــــــګار دلېونو دی
دا له ورایه معلومېږي زړه او ینه یې کبــاب دي
پدې پوه شه محتســــــــــــبه دا بادار د لېونو دی
لېونی دی ساده نه دی چې د دار پر تخته خاندي
په لباس یې مه تېروزه دا هوښــــیار د لېونو دی
که خودي د وي په سرکې دغه لوري ته رانشې
د نګار په محله کې نن بنــــــــــــډار د لېونو دی
ستا هم سد له سره تللی له جنونه خبـــــــر نه یې
هسې خوشی د تړلی نن دستــــــــــار د لېونو دی
خلکو وګورئ "همت" ته څه په ګډو وډو سردی
دم ګړۍ مخکې زاهد ؤ خو اوس یـارد لېونو دی