نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42372
سيداحمدپيمان
دخبریدو نیټه : 2011-02-21

وینم رقیبان چی راته گرځــــــی په کوڅو کی نن
نور راته دروس اود فرنگ خبره مکــــــــــــــوه
مړاوی شوه ملاله خزان راغــی دمیرویس په بڼ
نوره دبهار دښکلی رنـــــــــــــــگ خبره مـــکوه
هغه سترگی پټی شوی چی دوی به لوړ کاته کاوه
نوره دهر چانه دقلنـــــــــــــــــــــــگ خبره مکوه
پریږده چه غلیم می دحیا جونگړه ړنگه کـــــړی
نور دسرو لاسو دبنگړو شرنگ خبره مه کـــــوه
پری شو نن حجاب دازادی لیلا ژړا کــــــــــــوی
نوره دموسکا او دپالنـــــــگ خبره مه کـــــــــوه
اوس راته دکیــــــــــنه پاڅه امر دجدا نه کــــړی
نور دخپلواکی دهسک سالنگ خبره مه کـــــــوه
تا خو ستر غلیم ته فتواگانی په لاس ورکړلـــــی
ورک شه ای نادانه ته دجنگ خــبره مه کــــــوه
توره بلا راغله ټول هر څه ی مانه یوړلــــــــــه
نوره دزمرو او دپلـــــــــنگ خبره مـه کــــــــوه
تا چی څه گټلی و قمار دی کـــــــړه افـــغـان نن
نو راته دتوری او دننـــــــــگ خبره مه کــــــوه
شمه شوله مړه او مینان ایری ایری شـــــــــوله
نوره درڼا او د پتنگ خبره مــــــه کـــــــــــــوه
توره دبابا ی رانه یوړله دځان ســـــــــــــــــره
نوره ته دجنگ او دغورزنگ خبره مـــــــکوه
ووایه پـــــــــــیمانه دنازو پړونی چیـــرته دی
نوره دغلیم نه ته د څنگ خبره مــــه کـــــــوه