د غم غنډاری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42376
ظاهر حکیمي
دخبریدو نیټه : 2011-02-21

                  

د زړه پر سر راته د غم غنډار جوړه  شو
پرته له خوښه می ،راته  بادار جوړ ه شو
جوړ رانه  د رنځ  ګوډۍ د چا  پروا نشته
را باندی پرته  له د می اختیار جوړه  شو
د  خوښی  په  ګلزار خلک  وهی  چکری
ماته له بد نصیبی، د رنځ ګلزار جوړه شو
د صدا قت په دریاب وهم  څپی  په لا مبو
پریږدي می نه،راته په سرغدارجوړه شو
په زړه می  پا تی ارمان چه  ترسره بشی
چه می باور پی و، ترینه اشرارجوړه شو
په  وحد ا نیت د پا ک  الله  سوګند  یا دوم
چه له پاک نیته می ، رانه ناکار جوړه شو
نن د روزګار په کړکیچو پاتی  بند حکمی
را نه د غم  د لا سه یو نا قرار جوړه  شو