ټوټه ټوټه زخمي ځیګر څنګه یم
لکه یتیم په ژړا سر څنګه یم
دې سرمسته توپانې سیندته
زه ګډ شوی بې ګودر څنګه یم
خولې ته مې نه راځې خندا ولې
ډوب دیاس په سمندر څنګه یم
تربګنې چې نه پریږدمه زه
خوشحالۍ ته منتظر څنګه یم
چې یابو موندلې نه شم
په هوا کې دموټر څنګه یم
چې مرض نه پیژنمه
تش په نوم ډاکټر څنګه یم
چې تبلیغ مې اثر نه کړي
زه ولاړ په دا منبر څنګه یم
لیاقت چې راکې نشته
په نامه باندې ماسټر څنګه یم
چې لوې کړي پښتنې یم
په سختیو کې اوتر څنګه یم
چې خالق لرم په سر زه
دبنده خوش آمدګرڅنګه یم
چې دحق په ځای کې چپ شم
بیا نو زه پردیس شاعر څنګه یم
7-7- 1343 کندز چاردره