دا د خوبونو سلسلې به زه تر کومه وړمه
د ژوند ناوړه قافلې به زه تر کومه وړمه
ښکاري چی پيټی د دردونو په ما دروند راغلی
وخته دا دومره وسوسی به زه ترکومه وړمه
منزل د عشق می له اغزنو لارو ډک وینمه
دا دخوږلن زړګی ناری به زه ترکومه وړمه
زه يي لټوڼ کی د ځواب لږ څه مایوسه ښکارم
نصیبه شوڼدو کی ناری به زه ترکومه وړمه
نن می ځګیروي د زړه په خونه کی غزل جوړوي
په وچو شوڼدو کی ګیلی به زه ترکومه وړمه
خدایه! زما دزړه نیالګی چی هر ساعت ښوروی
دا د ردونو خاطری به زه تر کومه وړمه؟