د ښار هېنداره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42474
سیدجیلاني جلان
دخبریدو نیټه : 2011-02-25


د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
د شپې تصویر په لمبو زیړ د ورځې سور په  وینو
او د ښار ځمکه توره سوې کنډوله کنډوله
پکې غبار د ویرې ،وهم او وحشت تاویږي
د ښار وګړي  ته وا  مړي له قبرو راوتي
الوتی رنګ، سپیره مخونه
او د ډار تبه د هرچا په وجود ښخه ده
ته وا چې خدای پرې خوره کړې د قیامت ورځه ده
 
د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
هلته دښار په یوه لوی واټ کې تصویر د یوې چاودنې ښکاري
د واټ په ګردو دیوالونو ښخې
ددغه ښار د انسانانو غوښې
دنرینوو، ښځینوو دمعصومو ماشومانو غوښې
هر خوا چې مخ اړوې
درد، ویر او سلګۍ وریږي
دښار محیط باندې
د سره قتل ږلۍ وریږي
 
د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
کله نه کله پکې یو نیم تت تصویرد ژوندانه د ښکلاګانو راشي
خو هغه دومره تت وي
چې ان د زړه په سترګو هم نه ښکاري
لکه د یوې شیبې  خوب راشي په شیبه کې لاړ شي
 
د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
خو یو مغرور تصویر، شانداره تصویر
ددې هېندارې پر مخ ډیر د هغه چا راځي چې
دانسانانو د سرونو په غونډۍ ولاړ دی
اوس یې هم توره لاس کې سره نیولې
د خپل وحشت  دخپل بدرنګ هوس په زور
ددغه ښار دانسانانو وینه
لکه روا شراب په سر اړوي

د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
ټول تصویرونه د غمیزو، بدمرغیو  ددردنو پکې
ټول تصویرونه  یو پیغام ورکوي
د ناهیلۍ په ایرو خړ پیغام د ښار لپاره

۱۵ سلواغه ۱۳۸۹
 کابل ژوندون راډیو تلویزیون