مانه مې د اوښکو د باران خبرې مه پښته
پرې ميږده د څيرې مې ګريوان خبرې مه پښته
ما مې په زخمونو ستا د ظلم بټې ايښې ده
نور مې د دردونو او درمان خبرې مه پښته
ای زړګيه تاځينې بدلفظو ځواني يوړله
پريږده دا دعهد او د پيمان خبرې مه پښته
زما د ارزو ګانو ګلان څومره ډير زر مړاوي شول
جز مې له اغزو نور د بوستان خبرې مه پښته
پاڼه د خزان شوم باد مې هرې خواته اړوي
ای سرګردان ژونده د مکان خبرې مه پښته
ګران افغانستانه په تا اور ندی په ما بل دی
خاوره به د ښګل کړم د هجران خبرې مه پښته
ما حفيظ مليار نه د سلګو وخت کې سوال مکوه
زنې مې زر تړه د ارمان خبرې مه پښته
ويانا د اتريش ښار