زه ګلابونه ورکومه خو دی اور راکوي
دجانان دغه بې احساسه خوی ډیر زور راکوي
په پرهر نږدي د ټکور دخاموشۍ لاسونه
هر ځل چې ورشمه په ویر لړلی شور راکوي
لمرمخیه!ستاد ښایست ورځې نه خو شپه هم ښه ده
خوب په شوګیر مینځي یو څه خواږه خو نور راکوي
ما خو په ټول عمر میږي باندې پښه نه ده ایښې
خو دغه خلک ولې ټک لکه منګور راکوي
اوس خو یوه هم نه مني جلانه خو وخت به وي
همدا انسان به خپل ډبره زړه کې کور راکوي
کابل ژوندون راډیو تلویزیون