نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42603
سیف اله سیف
دخبریدو نیټه : 2011-03-03

زما د پاکې مینې تور تهمتونه راوړل
هم مې خوږ خبرو ترخه رنګونه راوړل
دا تور یې تور او سپین يې سپین دی څنګه
دوران زمونږ کلي ته سل قسمه رنګونه راوړل
نفرت د مینې ځای نیولی شهزاده ښکاریږي
ګوره ړندو حالاتو څنګه تختونه راوړل
لوی دیوالونه یې د زړونو منځ کې ودرول
غماز له تورې کوپړۍ غټ فسادونه راوړل
ځان په خبره پوه کړه زه یم بیمار راغلی
شونډې د ورحموه ټپي زخمونه راوړل
سوي آهونه بې اختیاره رانه تیت پرک شول
ما چې د یار له کوځې، لمبې اورونه راوړل
د یار له کلي هر چا خپله برخه واخیسته ځي
ښه د چې پاتې نه شوم ما هم غمونه راوړل
طبیبه مه یې روغه وه چې زه پرې ښکلی یمه
ما له خونخوارو سترګو دا ګوزارونه راوړل
زړګیه زغر واغونده چې چېرې اُف ونکړې
مینې مستي اخستي جانان سیخونه راوړل
خـــــود به زنګیږم تندکونه به خورم
نن مې د سپینې خولګۍ پیالې جامونه راوړل
لکه ماشوم راسره لوبې کوي ټوکې کوي
ما د دلبر له ښاره ښکلي دردونه راوړل
د ملنګانو سوغاتونه وي د ونې پاڼې
ته یې رنګین کړه « سیف »خو ډیر ساده شعرونه راوړل