ډموکراسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42617
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2011-03-03

 

وینم  دنیا ته تشریف راوړې په نخرو ګډوډي
  د انسانیت  ټوله جعلي لوټونه په کې چلیږي 
  حلاله  لکه د مور شدې روا  د ه همجنسبازي
نر له نر ه ښځه له ښځې سره په کشش نکاح تړي
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟
وینم  دنیا ته تشریف راوړې رډ سترګې بیشرمي
شراب  ، خمار، زنا  سل په سلو کې شوی رسمي
په نامه دیموکراسي او  د ښځو د آزادي
ملتونه بمباردیږي په ډیره زړه سوي
آیا رښتیا دا ده رښتینی  دیموکراسي؟
وینم  دنیا ته تشریف راوړې چوک سترګې غداري
د سپین سترګو حکومت  د خپلوخلکو نه اوري
 دلته  هلته دمیلیونو خلکو  مظاهرې کیږي
د سر خلاصې پرځای په توپک  د هغو سر خلاصوي
آیا رښتیا دا ده رښتیني  دیموکراسي؟
وینم  دنیا ته تشریف راوړې وچ سترګې  سر زوري
یوازې ګریوان شلېدلی یې د ویتو حق لري
   دامنیت شورا  د څو تاوبریتو  کوي غلامي
د یونما او هیګ لومې یې خرو ته ایښي دی
آیا رښتیا دا ده رښتیني دیموکراسي؟
وینم  دنیا ته تشریف راوړې ټیغ سترګې دوه مخي 
هرچېری  ډمان  د هیومن رایت ساز ږغوي
هم غل هم کوربه هله غل دی نارې وهي
غله رسمي د قانون په متار ولس لوټي
آیا رښتیا دا ده رښتیني  دیموکراسي؟
هر مشر چې  بریت تاوه غرب ته  کنډاس و ایسي
 دهغه  خدای وهلی هیواد بیا پچه وخیژي
 د الفاعدي لپاره  هر خواته لومې  دي پرتې
 بم اتم  او غیر دیموکراسی هیوادنه یې دی بهانې
یو یو د غاړې نیسی دخره په غیچي یې سنتوي
آیا رښتیا دا ده   رښتني دیموکراسي؟
په خپله خوښه  خپل سپي بل ته  مشران وي
 د بل دکور کوربه شي کوربه کړي  خپل چوپري
 دبل په وطن کې پر هغو کوی د بادار حکمراني
په ټاکنو مونډی ږیرې  درباندې وکیلان  وي
آیا رښتیا دا ده  رښتیني دیموکراسي؟
د اورګډو بازار تود  دی په اور د دیموکراسي
خدای وهلی او  بې اتفاق يي کړه په دار پانسي
وروره ! دا دیمو کراسی  جال دی شیطاني
 ډیر مچان په کښي مښتی په دې ځاله د غڼي
دې ډنډه مار ي ته نظري وایي دډمو کراسي