ګران افغانستانه په تا څه و شول
زما د ژوند ارمانه په تا څه و شول
لر دی او که بر دی پکښې اور بل دی
امونه تر بولانه په تا څه و شول
ستا د زړګي کور خدايګو ګڼډل غواړي
زما څيرې ګريوانه په تا څه و شول
شپه وي اوکه او که ورځ د خيال انځور مې يي
د پښتون د کور اسمانه په تا څه وشول
مړ نشم هجران کې ما در وغواړه
د خاپوړو ځای لغمانه په تا څه وشول
د زړه للمې اوبه نکړې حفيظ مليار
د اوښکو جوړ بارانه په تا څه و شول
ويانا د اتريش ښار