زرلښته حفيظ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42738
ښځه
دخبریدو نیټه : 2011-03-08

 

ښځه مينه ده هم پوهه ښځه رازدژوندانه ده
ښځه مورد بشريت ده دخوښيوخزانه ده
ښځه کيف دمحبت ده دساقي په خمخانه کې
ښځه نوم د حقيقت ده تل دمينې ترانه کې
ښځه ستره شخصيته نابغان په غيږکې روزي
ښځه ښکلې پښتنه ده ننګياليان په غيږ کې روزي
ښځه  څانګه ده دګلو دانسان د ژوند په بڼ کې
ښځه لښته دسره زرده معلوميږي دګلرنګ کې
 ښځه مينه ده وفا ده ښځه ژوند لره ښکلا ده
ښځه ښکلې خديجه ده د اسلام د دين رڼا ده
ښځه تل دسولې غږ ده دجنګونولسيزو کې
ښځې وګورئ ژړيږي ستړي شوي په سلګو کې
احترام لتانه غواړي که هرڅوک يي خو انسان يي
يوه مورغيږکې لوې شوې دحفيظ دزړه ارمان يي

افغانه ښځه
ښځه حيا ده لوپټه د عزت
ښځه ښکلا ده د ژوندون مرحمت
په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان زنګوي
ګردې نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې
په بسم الله باندې هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې
ښځه ښادي او خوشحالي د ژوندون
ښځه ډيوه او رڼايي د ژوندون
ښځه غوټۍ ده دګلونو څانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه
هره يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هر چا معظمې ښځې
په پاکه غيږکې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه
له تانه ځارشمه افغانې ښځې
اې په نړۍ کې قهرنانې ښځې
د سولې غږ په هر افغان ېې ښځې
ته حفيظ د زړه ارمان ېې ښځې
ستا دحيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان