د مسجد له درده ډک غږ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42754
مبارز
دخبریدو نیټه : 2011-03-08


هغــه خلکو چه ویشتـــــم یی په بمونو
 نن رنګین یم د هغــــوی په مجلســـونو
په کـورونو کښی ځای د ناستی نشتـــه
دلتــه راشــی وی اختــه په دعــوتـونـو
د مسجداوعبادت به نوم یی خلاص کړم
اوس اختــه دی په رواج او بدعتــونـــو
دقران ،حدیث درســــونه می بــند شوی
ځه مرکـــز شـــوم د چپیانو د ګــــوندونو
کله غونډه د سـودخورو ماته راشــــــــی
کله ډک شـمه په ورځ کښی د غمــــونـو
ما کښــی هیـڅ د هدایـت خـبره نشـــــی
ټول اخته دی په دمونو منــــــترونــــــو
ددوزخ یــو اورلـــــــړونی می امام دی
همیشه یی نظر پروت وی په جیبونــــــو
پاک قرآن په ناظـــــــــــــره نشی لوستلی
ټول ولس یی کړ ګــــذار د ګړنګــــــونو
د بی ننګه په مقـــــعد کښی ونه شنه شوه
کـــــــړی امید ترینــه د باغ او د ګلونــــو
څوک چه ماسره جفا او دشمنی کـــــــړی
پاک الله به یی اخته کــــــړی به غمونو
 ځه به هر وخت و دوی ته دا دعا کړم
یا الله ته یی اخته کړی په دردونـــو
مبارز پښتون همیش خبره کـــــــــړی
د محراب او د منبـــــــر او سنګرونو