د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ
خدایه د ښځو له ژوندون ځینې دردونه یوسه
د زړه له سره ئې انبار انبار غمونه یوسه
د ګیلو اوښکې ئې له سترګو ځینې مه اوروه
له سپین بشر نه ئې د اوښکو سېلابونه یوسه
نور ئې د زوی او د خاوند په مړینه مه ځوروه
له خوار خاطر نه ئې د ظلم تابوتونه یوسه
نور ئې د بدو رواجو قرباني مه جوړوه
نور ئې له ژوند نه دا له جهله ډک دودونه یوسه
هغه حق ورکړه کوم چې تا دی په قرآن کې کښلی
له آزاد ژوند نه ئې د ظلم ولچکونه یوسه
د خپل ژوندون د آزادۍ کلۍ ئې لاس کې ورکړه
ورنه د بل په لاس جوړ کړي قسمتونه یوسه
خزان وهلي باغ د ژوند ته ئې سپرلی راوله
نور ئې له سره د حسرت نه ډک فکرونه یوسه
کاسه د صبر ئې تر مورګو رسېدلې خدایه
نور ئې د زړه پر سر ولاړ د آه خارونه یوسه
د دې مظلوم مخلوق د هیلو ځولۍ ډکه ورکړه
نور ئې له هیلو نه نامراده امیدونه یوسه
ته خو شاهد ئې خدایه هر څه ته پخپله وینې
د دې عاجز بنده له سره دا ظلمونه یوسه
په پای کې خدایه د تقوا د زړګي مینه وروړه
ورته ځولۍ ځولۍ د ټولو سلامونه یوسه
محموده تقوا
۱۳۹۸/۱۲/۱۷---