څوک به دی اوښکی کړی در پاکی پرما ګران هلمنده
څوک به دی وګنډی ریښی ریښی ګریوان هلمنده
ستا د عزت شمله یی څرنګه په خاوره کړله
تبا دی غواړم په هرځای کی دښمنان هلمنده
ستا پر هر ګل باندی وریږی اوس دوینو شبنم
رنګین سپرلی دی پلو رل شوی پر خزان هلمنده
بس بی حسابه ځوانی جار شی د ټو پک تر شپیلی
ولی قهریږی درته ځمکه او اسمان هلمنده
ستا په سینه کی د تخمو پر ځای بمونه کری
ددی وګړو واحساس ته یم حیران هلمنده
هریوه خپله برخه ورانکړلي تروسه وسه
بس در ته جوړسوه د لستوڼی ښاماران هلمنده
چی له یا غی څپو دی هر شا عر الهام اخیستی
ستا له هغه څپانده سیند نه شم قربان هلمنده
(همدرد) کوی در ته دعا وی د خالق پدرد کی
نوم دی زرین شه په تا ریخ کی د جهان هلمنده
هندوستان نوی ډهلی ۲۴/جولای / ۲۰۱۰
عبدالهادی همدرد . هلمند ګرشک