ژوند خو همدا و چې انتظار وخوړو
زړه مې اشنا لکه اغيار وخوړو
اوس هديره شوه زما ګل ګل وطن
چا مې نښتر چا مې چنار وخوړو
د چم ګاونډ لېوان راټول شول په ما
چا زه پخپله چا مې يار وخوړو
په دغه دښتو کې يو غر و پخوا
ډک د لالونو ، و ښامار وخوړو
اټکه ته چې يې په اور سېځلې
لمبه شو خپله ستا ازار وخوړو
/ کامه