ځوانی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42808
حاجی محمد اسحق اما نزئ
دخبریدو نیټه : 2011-03-10


دافورمول دژوندانه دئ پرڅو برخو ویشل کیږی
هر دوران دژوند معلوم دئ پرڅو برخوا ټکل کیږی
هره برخه طلائی ده پنځه ټا پ ډیری اړینی
یو دمور دشیدو حال دئ چی په خپله نه شل کیږی
ښه دوران دماشوم توب دئ مغز او سترګی سی روښا نه
بیا یوبله ښه دوره ده چی ځوانی مکمل کیږی
ورپسی دکار دوره ده خلګ ډیر شوقی د کار وی
دپاخه عمر دوران دئ تجربه لږ حاصل کیږی
وروستئ ژوند دزهیری دئ چی سړئ  په کښی بوډا وی
ماته هم یوه پوښتنه دځوانی څه اټکل کیږی
زه چی ځوان وم زما پیاد دی ډیر خیا لونه او فکرونه
کله جوړه به کلا سول یا ګلونه کرل کیږی
یو وړه پوښتنه داده چی ځوان څوک دئ
څه کوی اوڅه  مرام د ده خپل کیــــــږی
ډیر فکرونه ودی اند ته لږ په چرت دی
ځکه هر ډول تفصیل ور کول کیږی
زما باور په دی نظر چی ځوان هغه دئ
چی دمور او پلار خدمت ته منل کیږی
ښه اخلاق ښه رویه ښه ئی کردار وی
د بیوزلو یتیمانو معیو بینو محتا جا نو مشعل کیږی
دئ روان دصدا قت پر اوږده لاره
مخالف د ټول ناوړو فسا دو نوعمل کیږی
احترام دمشرانو اوسپین ږرو ډیر ضرور دئ
که په دغه څوک پوه نه سی ترټل کیږی
ډیر مهم په ژوندانه کی یو هدف وی
داهدف په لوړو زده کړو حاصل کیږی
که پخپله هوښیارنه وی په یو کار کی
مشوره د  خپل بابا اخیستل کیږی
تول امید د ده پر  توان او پر مټه دئ
که سهار تر ماښام کار نه ټنبل کیږی
شکایت او ذونګ ذونګئ نه ورته ښائی
په هر کار کی ښه او بد پیژ ندل کیږی
څوک ښه ځوان دئ چی ځوا نی ږغوی ډیره
هغه ځوان چی دوطن په غم تل کیږی
که دخپل ولس دردونو ته پام وکړی
داحتمی ده امانزیه چی ولس ته منل کیږی
حاجی محمد اسحق اما نزئ
ناروی ۰۳مارچ ۲۰۱۱