لکه ستورئ داسمان چی دفلک پر سر ځلیږی
میرمن هم یوه ړنا ده دنړئ پرسر ځلیږی
ائ میرمنی غیرتمنی ستا عزت ته زما سلام دئ
عزتمنه پښتنه ئې ستا همت ته زما سلام دئ
خدای درکړئ لوی طا قت دئ مهربا نه تر هرچائی
ستا دعاوی داخلاص دی قدرمنه پر مولا ئی
دغه ټوله عالما ن چی په نړۍ کی نـن اوسیږی
ډیره ستا مینه پر دوی ده ستا په غیږ کی نـن غټیږی
ته لایقه دګلا نو هره ورځ ډالۍ وتاته
کومکی ته دهر چائې هره ورځ زارۍ وتا ته
کله جوړه زر غونه سی پښتنو ته لو انا سی
یا ته جوړه ملا لۍ سی ازادۍ ته لوی غوغا سی
افتخار ئې دنسلو نو همیشه دقدر وړ ئی
دافغان وکورته ګوره همیشه ورته سره زر ئې
تاریخ ټول په تا ویا ړیږی نازولی دی بچیان دی
ثمره ستا دهمت ده که واړه که لوی ځوانان دی
پښتنی میرمنی ګوره دغیرت چیغه ئی پورته
که هر څومر لوی ښکیلاک وی دهمت ناره ئی پورته
خدای دی تا لری نیکمرغه ته لایقه دجنت ئی
امانزئ په تا ویا ړیږی زموږ دژوند ته برکت ئی
ناروی ۰۳مارچ ۲۰۱۱