ډیر نا ځوانه او نا مرده په خوی ما ر دئ
ظلم پریږده خیا نت هم د دوی کار دئ
د دوستئ احسا س په دوی کی نه چلیږی
دیارۍ په رمزبیخی دوی نه پوهیږی
دښمنی د دوی په ذات کی ده اخښلی
بی غوری د دو ی په منځ کی ده ویشلی
که لاس بردهریوه پریوه بل سو
دکمزوری مرګ حتمی جوړیوپه سل سو
دما را نو دا قانون په تکثر کی
دوی په مینه محبت چم دښه تر کی
ښه په مینه ږیږوی څلویښت اولاده
بیا ترشا ورته پراته څلویښت مراده
چی پیداسی د دوی نازکه یوه میاشت وی
بیا شروع د دوی چړچی په هره میاشت وی
اول مور پلار شروع د دوی خوړل کړی
ډیرژرټول فامیل په خپل منځ کی ځپل کړی
د دوی جنګ چی په هفتو اوپه میاشتو وی
یو دبل غوښی دوی خوری ښه په مزو وی
یوچی وخوری د بل وار په رسید وسی
ځکه هم یوځلی بیا ټول په جنګو سی
تکراریږی دا جریان تر یوه کاله
څوچی پاته سی باقی شپږ پنځه ماره
دوی جنګی او کلنګی ډیر ظا لمان سی
بیا نو دوی هر یو پر خپل تړه روان سی
هریو مار په جلا فکر او بیر خیال وی
دوی د جنګه ډیر ستومان په سرسمبال وی
بیا د سره را شروع کور جوړول ګړې
د دوستۍ شعارشروع چی خپل سر خپل کړی
یو نادان انسان هم تل دمار په شان وی
تر مار ډیر وی دئ ظالم څه چی په توان وی
هدایت دی الله ورکړی ډیربیرحمه ظالمان دی
امانزئ په دی پوهیږی ډیرنادانه زورواکان دی
ناروی ۰۸ـ۰۲ـ۲۰۱۱