ګذاره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42932
رڼا مومندی
دخبریدو نیټه : 2011-03-16

زړه کی دی دوکه شوه درنه لاړمه
سترګو کې ګیله شوه درنه لاړمه
ماته دسلګو په ځای کی کوکی شوی
ستړې می کیسه شوه درنه لاړمه
دروند را باندی پيټی د بیلتون راغې
لار راته اوږده شوه درنه لاړمه
زړه می له چل ول سره اشنا نه شو
ټګه زمانه شوه درنه لاړمه
بیا می زاره چاودۍ هیلی شپی څاري
مړه دزړه ډیوه شوه درنه لاړمه
سترګو کې شوه پاته خو توییږی نه
اوښکه پښتنه شوه درنه لاړمه
کاڼئ مې زړګي باندۍ ور بار کړلې
دا مۍ فیصله شوه درنه لاړمه
خدای چې اوس به خورمه دزړګي وینه
سخته ګذاره شوه درنه لاړمه