جنګه جنګه سوړ شه نور
مرګ د جنګ په اور شه نور
ورک زموږ له کور شه نور
څوک چې جنګوي موږه
مخ د هغه تور شه نور
خدايه موږه تږي يو و
وکړه د رحمت باران ښه په لر او بر باندې
ښکته د شړشم بوټي بره د غاټول ګلان
تږي دي سلګۍ وهي سره سره د مرغۍ بچي
جنګه جنګه سوړ شه نور ورک زموږ له کور شه نور
څوک چې دې راوړي دلته پورې په هغو شه نور
پرېږده د زلمو په ځای
د ټولو برېتورو څڼورو جنګيالو په ځای
چې پېغلې اوس راټولې شي
ډلې ډلې زرکې شي
په غرونو کې ښې وګرځي
سرې منګولې تورې کړې ښې ګورګورې ټولې کړي
پرېږده چې د زرکو سره بيا پېغلې سيالي وکړي ټپې ولي
پرېږده چې د کليو ماشومانو ته مماڼو نه ځولۍ يوسي
پرېږده چې دا غوڅې غوڅې سرې شونډې
ګور ګورو باندې تورې شي
جنګه جنګه سوړ شه نور مرګ دستا په زور شه نور
ورک زموږ له کور شه نور
راشه په مات تېر کې
د جومات بيا جاله جوړه کړه
هر سهار ملا پسې
نغمې توتکۍ ووايه
راشه زموږ سترګو او بڼو کې جالې جوړې کړه
راشه چې موږ ډزو کاڼه کړي يوو
غوږ کې مو يو څو سندرې ووايه
جنګه کشمالو نه هم ته اور غواړې
ولې د نرګسو نه ته سکور غواړې
وسوځې ټوپکه چې ګل تور غواړې
خدايه دا ترخې اوبه بېر ته بيا شکرې کړې
زاڼې بېرته راولې جوړې ترې لښکرې کړې
درستې ملاکنډ کې بيا پېغلو سره جوړې کړې
وکړه د رحمت باران چې پېغلې زاڼې ووايي
د جلالا اوبه خوږې دي د جلالا
ولږه منو تنده منو سپوره ډوډۍ قبلوو
خو دلته کاڼو باندې ليکو چې جنګ نور نه منو
نور د نارنج ګلان ګوليو باندې نه ولو مونږ
نه شنو غنمو باندې اور بلوو
زموږ په کلیو کې جنګ مه جوړه وئ
موږه د جنګ نه نور توبه ويستې ده
زموږ ګرېوان ته ګوتې مه راوړئ بيا
موږه تازه جنګ نه توبه ويستې ده
دا ځل پخه موږه توبه ويستې ده
جنګ نه تازه موږه توبه ويستې ده