غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43001
ډاکټر حسن
دخبریدو نیټه : 2011-03-20


ټوله شپه دې انتظار وم ته را نه غلې               
 پروت په لار کې دې غبار وم ته را نه غلې

ما رسۍ ته ستا دلیچو غاړه راوړه            
 ستا دمینې سزا وار  وم ته را نه غلې

ماوې ته به مې په غیږ کې ترې راکوز کړې 
 ځوړند ستا دخیال په داروم ته را نه غلې
 
زلمیتوب مې کړي بیاوې غزونې                        
   نن چې بىازه ګناهګاروم ته را نه غلې
 
دلومړي دیدن په ځای کې درته ناست وم          
  بله شمه په مزار  وم ته را نه غلې

په پرهر دانتظار کې چورلیدمه
په اوږو دڅړیکو بار وم ته را نه غلې

د(حسن) داسمانڅک تخیل ناوې
  نن چې ټول خمار خماروم ته را نه غلې