ستا په خبرو کې زما نه شي شکرې هېرې
تا ته چې وګورم زما نه شي خبرې هېرې
خوله خوله چې شنو غنمو کې سابه لټوې
پښتنې پېغلې په ولا شي ما نه حورې هېرې
بس په يوه پسته خبره مې زړه بيا بيا خپل کړي
تېرې وعدې د څو کلو شي را نه چورې هېرې
لا مې په زړه دي جنازو پسې سلګۍ د ماشوم
نورې کيسې دي ددې کلي را نه ټولې هېرې
که اټک پرېږدې همدا ، اوس هم چې زما شي بېرته
رقيبه زه به کړمه خير دی ټولې تېرې هېرې