سپرلېه و شېنده زمونږ پر سردرو ګلونه
چې هرې خوا ته په خندا شې د اسرو ګلونه
زخمې زخمې شهېد شهېد پرهرپرهر وطن کې
کړه په خندا د سولې امن د وختو ګلونه
دځوانېمرګ شهېد د کونډې مور د سوې زړګی
تنکو زخمو لپاسه کېږده په قودو ګلونه
د ګل په لپو کې وږمې د محبت ووېشه
چې کېږدی پېغلې په وربل او په کوڅو ګلونه
چې سر ېې ځار کړ خو غلېم لره ېې ښکته نه کړ
راځۍ چې کېږدو نن د هغو پر قبرو ګلونه
په سرو اورونو سوځېدلې وېنې وېنې خاوره
کې به تر څو وی په سلګو په رژېدو ګلونه
راځۍ چې دلته د الفت خوږه دنېا جوړه کړو
چې مېنه مېنه شی هرخوا په خندېدو ګلونه
راځۍ د ګل اوښکې کړو پاکې د نسېم په زلفو
چې په خندا ېې شی د ښکلو اننګو ګلونه
راځې چې ورک کړو دا د ظلم اوکوتک خاوندان
څو په په پېسو به خرڅوی مو په پردو ګلونه
راځۍ چې تور دېوان چپه کړو ترې بدرۍ وګټو
د قاف تر غره پورې خواره کړو په غنچو ګلونه
راځۍ ېو بل په کاڼو نه د ګل په پاڼو ولو
ېو بل ته وړاندې کړو د مېنې په لاسو ګلونه
زما دښکلی وطن پېغلې به سرتورې وی څو
څو ررژوی به ېې جګړې دوربلو ګلونه
راځۍ چې ورک کړو د ولس او د وطن دښمنان
څو لوټوی به دا زمونږ د قافلو ګلونه
راځه تاجک پښتون ازبک او هزاره ولسه
چې کړو ځلاند د لوی افغان دد تارېخو ګلونه
تږی ملت ته ډک جامونه د کوثر پکار دی
چې ېې خواره شې په سپېرو سپېرو تندو ګلونه
راځۍ چې نور د ولس غږ سره خپل غږ شرېک کړو
څو جوړوو به ېې پر زړونو د وسلو ګلونه
د مېنې لمره را اوچت شه راخورې کړه وړانګې
چې شې په امن مود جنګ له سرو لمبو ګلونه
دلته زخمی زخمی ماښام کې د تېارو په شونډو
کې په موسکاکړه د سحر او د سپیدو ګلونه
زما جونګړې ته قدم کېږده د امن ناوې
درته خواره به کړم په لاره د لېمو ګلونه
زما هېواد د ښکلاګانو رڼاګانو کور کړه
مړاوی مو نه کړې د وربل او د شملو ګلونه
بېا زه نصرت به تنده ماته کړم د ګل په شونډو
چې د وطن د غاړې هار شی د سپرلو ګلونه