زه چی له وخته انتظار ومه بیا هم را نغلې
چی می سری اوښکی تویولی هغه دم رانغلې
موږ درته ونیولی ښی ډیری روژی اختــــره
وختونه تیر سول خو زموږ کلی ته سم رانغلې
لا به تر څو ما تی تڼی څیری ګریوان ګرځمه
ما د ارمان جنازی کښیښودلی تم رانغلــــــــــې
زما چی ارمان ستا د دیدن وو هغه پره نشولــو
خدای پامانی دی د کوڅي سره کوم رانغلــــې
په تصورکی می جانانه ستا انځور جوړکړی
په وچو شونډو دی تصویر را ښکلوم رانغلــــې
د ځکندن پروخت می سترګی ستا پر لور کږی دی
په عمر پټی سوی مایوس له دنیا ځم رانغلـــــې
قسمته څنګه دی زما په ژوندون لوبی وکړې
(همدرد) له غمه د ارمان سلګی وهم رانغلــــې
هندوستان . نوی ډهلی ۲۳/اکټوبر/۲۰۱۰
. هلمند ګرشــــــــــک