په وينورنګ بهار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43078
فدامحمد نومير
دخبریدو نیټه : 2011-03-24


څه غرض مي په اختراو په بهار دئ
ورک زما چي په خپل کلي کي قراردئ
دښت،بيديا که سروګلونو ده نيولې
لاله ګل زما د وينو څه ګلنار دئ
مست هاتيان چي له دنګ غروڅه راکوزيږي
دازما د سورکو وينو خروښهار دئ
دکوچيانو کډي نه خوځي هيرمند ته
تور ليوه ئې په ورشو کي پهره دار دئ
توري سترګي هوسۍ نشته غرو،رغو کي
هندوکش دسرو اورونو سور انګار دئ
بلبلان دګلو بڼ څه ليري ګرځي
کرل شوئ دګل څنګ کي ورته خار دئ
دبورا دحال به څوک وکړي پوښتنه
سور په وينو ئې خاټول او لاله زار دئ
پيغلي نه ټومبي خاټول په تورو زلفو
خزان کرئ ئې پسرلئ ورته اغيار دئ
ها شين غاړي منګي مات شوله دنجونو
دګودر پر غاړه پروت افي ښامار دئ
لکه زرکي چي قطار به تلې فصلو ته
لولپه ئې په باروتو لوړ چنار دئ
لاس ترغاړه به په څه ګرځي ګلبڼ کي
سور په وينو چي ئې کور،کلۍ وښار دئ
يوو نادان به دې بهار ته هوسيږي
نادان کله په سړيو کي په شمار دئ
زه دهغه پسرلي په تمه شپې کړم
چي نومير ئې وراتلو ته ناکرار دئ
١حمل١٣٩٠،مارچ ٢٠١١،٢١
متحده ايالات،کلفورنيا