دانسان چی نوۍ ژوندپه برخه کیږی
ورسره لوح محفوظ بی په زړه کیږی
دلومړۍ ورځی تقدیر د ده ملګرۍ
ترقیامته په نصیب ئی هغه کیږی
څوک په ژوند کی ډیر کامران او بریالی وی
څوک رنځور خپل دقسمت نه خپه کیږی
یو هلک چی مسکین شاه د ده خپل نوم وء
پلارئی مړدئ سویتیم نورڅه به کیږی
په کوڅه کی هره ورځ دئ ښه ریشخندوی
هم وهل هم ټکول مسخره کیږی
نا امیده غم لړلۍ په چـــــــرتو کـــــــی
په ژړا او وا ویلا مخ کورته کیږی
یورنځوره مور چی خپل په رنځ اخته وه
مسکین شاه کورکی دموروزړه ته کیږی
نا علاجه مخ پر اوږد سفر روان سو
چی دژوند چاره پیدا پربله کیږی
یوه ورځ وږۍ پرلاری را روان دی
په یوکور کی دخیرات ږغ پورته کیږی
ده ور ودانګل چی لږ ډوډۍ به وخوری
دغه وخت ئی خپل مورکۍ ورپه زړه کیږی
ډوډۍ واچوی په جیب کی راروان شو
خو پر لاری د ملنګ چاره په کیږی
ملنګ ږغ کړه آی هلکه ډیر یم وږۍ
لږ خواړه خو را پیدا که وسه کیږی
ده دمور ډوډۍ ملنګ ته ور ډالۍ کړه
خپل تو کل ئی پر الله و مخ ته کیږی
ملنګ پوه د ده په نیت او په اخلاص شو
یــوه لو دعا دزړه له بیخه کیږی
خدای دی تاته هر څه درکړی مسکین وروره
ته چی خپله په نس تش ئی مرسته کیږی
مسکین شاه پر لاری ځی چی شپه پر راغله
مجبوری د قبرڅنګ تی دمـــــــــه کیږی
قبر نه وء کوچنۍ کنده یو اوږدغــــــاروء
ده ته ښه موقع په لاس هلته شپه کیږی
ده انډۍ وغورځا وه په دغه ځای کــــــی
ډیروء ستړۍ سترګه ړونه پټه کــــیږی
نا بــــــبره را ښکاره یو لو ړنا شول
چی شغلی یه هری لور ته پورته کیږی
څراغ ورکړه اشاره چی پسی ورسی
په اوږد غار کی یوپه بل دوی پسی کیږی
په انجام د دغه غار کی یو لوی کــان وء
سره اوسپین زردی چی پورته کښته کیږی
څراغ و ویل مســـــکین تــه ټولــوه يې
دومره اخله څومره ستا په وسه کیږی
مسکین شاه بوجۍ کړه ډکه د طــلاوء
ورپه شا روان پر خپله تړه کیږی
دوی چی راغله خپل محل دقبر ځای ته
سپینه ورځ دلمر شغلې هم پورته کیږی
دئ روان سو وخپل کور ته خپلی مور ته
دئ پاچا سوهرڅه خپل د بخته کیږی
حرص را پورته اشتیا بیا راغله وکان ته
یوه بله شپه ئی بله هلته کیږی
نه ملنــګ وء نــه دقبــر درکــــــونه
سو مایوسه ناچارمخ وکورته کیږی
دالله داد چی نازل پر هر سړی شی
بیا دی نر غوندی وخوری څوئی زړه کیږی
دغـــه ټول داستان په نوم د الاډین دی
د د ه نوم چی مسکین شاه بیاد لته کیږی
څوک چی ولری ښه نیت مدام په زړه کی
امانزیه ژوند د خپل قسمته کیږی
ناروی ۰۶ـ۰۳ـ۲۰۱۱