زه چې ماشوم وم غيږې غيږې
څومره ډيرې غيږې وې
موربه چې وهلم باباته به مې منډه کړه
هرڅوکه غوسه وونواواره به يې ټنډه کړه
کاشکې چې يوځل بيرته ماشوم واى
مورراباندې ايښى دويم نوم واى
ماته يادې هغه شپې شي
خوږې وږې دمينې ولولې شي
پلاربه مې ويل که سيپاره دکړله ختمه
په زوراو زير دې کړله سمه ګله ختمه
ما ويل که سيپاره کړم کله ختمه
ماته به ډيرڅه اخلې
ماته به شيان خواږه خواږه اخلې
پلاربه مې ويل هرڅه درنه لوګى شه
زماژوندزمامينه زمازړه درنه لوګى شه
پلاربه مې ويل چې زويه وايه زويه الف ب ت
خوزه به غلى شوم
بياپلارراته وايي زويه وايه زويه الف ب ت
خوزه ووينم دپلارلاس کې تسبې
جوړې دلرګي وې دا وړې وړې تسبې
څومره وې خواږې شېبې
ډيرې دمزې شيبې
اوس چې کله لوى شومه
اوس چې کله پوى شومه
اوس مې ژوندون وګوره
اوس مې مضمون وګوره
هرخواته جنګونه دي
هرخواته ويرونه دي
هرخواته مرګونه دي
ماته خوځکه ژوند د ماشومتوب يادشي
ماته ليونتوب ماته ليونتوب ماته ليونتوب يادشي
اې خواته پښتون ګوره
دې خواته پښتون ګوره
جوړله پ (ښ) ت) و) او ( ن) دى
واړه يوپښتون دى
هلته زمامينه مري
دلته زمامينه مري
څنګه ماغزه نه خورمه
څنګه به زړه نه خورمه
ښه و ماشومتوب راته
ښه و ليونتوب راته
نه له غمه څه خبروم
نه له درده څه خبروم
کله چې لږلوى شومه
کله چې لږپوى شومه
هرخواته بمونه دي
هرخواته ويرونه دي
هرخواته مرګونه دي
دلته مې خور ژاړي
هلته مې ورورژاړي
دلته کونډه ناسته
هلته بوره ناسته
ښايسته ده لکه حوره ناسته
ولې داسې وشي
ولې داسې کيږي
ولې وژل کيږي
پښتونه فکروکړه ژوند دتباه کيږي
يوموټى شئ راټول شئ
يوګل شئ يوغاټول شئ
يوه خبره يوه ژبه يوه خوله شئ
په ژوندون به له يوبله جدا نه شئ
راشئ تړون د روغې جوړې وکړئ
لاسليک په مضمون دروغې جوړې وکړئ
حميدي چې ګورمه پښتون ته
زړه مې ژاړي سترګې ژاړي خوله مې ژاړي
وايم ښه ؤ ماشومتوب
وايم ښه ؤ ليونتوب
ماراخيستي سيپاره واى
الف ب ت زما وينا واى
ژوند دماشومتوب ښه ؤ
ژوند دليونتوب ښه ؤ
نه له غمه څه خبروم
نه له درده څه خبروم
مينه مينه مينه وه هرې خواته مينه وه
داخبره ښکاره سپينه وه
له يوې غيږې به چې خلاص شومه
بل به راته وويل
غيږه غيږه غيږه راوړه غيږه