خيالونه جوړومه ستا دکلي په کوڅوکي
سپېرې ورځي شمېرمه ستا دکلي په کوڅوکي
دباد پرکنډوالو مي ځړولي تصويرونه
شېبې پر ويده ومه ستا دکلي په کوڅو کي
اغزنو تلوسوته اوښکي نه قُربانومه
صبريني هيلي خورمه ستا دکلي په کوڅوکي
دښکلي بشر رنګ دي په ښيښه کي جوړومه
تيارې به زنګومه ستا دکلي په کوڅو کي
نصيب مي رسولي تر منزل پوري ګامونه
بس ګناوي لمبومه ستا دکلي په کوڅو کي
دستورو تر کاروانه رڼا نه ځي ستا دزلفو
نو شمعي بلومه ستا دکلي په کوڅو کي
تر سترګودي څڅيږي زمادميني ګناهونه
پر شونډو دي زبېښمه ستا دکلي په کوڅو کي
دميني سوداګر ته ښېرې مه راوړه په لپو
غمونه خرڅومه ستا دکلي په کوڅو کي
ترڅو چي دي پر ژبه زما نه نوم وي کاږلی
کلونه تېرومه ستا دکلي په کوڅو کي
دصبر اندېښنو ته " احمدي" سوځوم اوښکي
غزل داستان کومه ستا دکلي په کوڅو کي
کابل :هوايي ډګر
۱۳۸۹/۷/۱۹