چي ترسيوري پنا کېږي دناولي کرکي تمه
هغه زړونو پړی وخوړ چي تړل يې ګناهونه
چي ښامار پر ښويېدلی ودهغه غره پرڅوکه
داچي سريې د کوتري و چا يې وليدل ښکرونه
تر يتيمي شپې راوزي دسوځلي محراب چغي
اوس موسی پرسجده دی که قارون کړي تکبرونه؟
دجنت پر دروازې يې نوم کاږلی دفرعون
عزارئيل يې ستونی خپ کړيايې وکړله خوندونه
دړندو پرښاريې واړولې کډي دلېوانو
اوس به جګي غاړي ګرځي هم وکړي اتڼونه
چي پرېولل يې عذابونه دهغه زاهد پرسترګو
دبېلتون کاسه سپره سوه ولي نه غواړي ځنګلونه
چي بې ساه او بې خبرو يو خالق سي
نو مخلوق به پرې څرګندڅنګه ايمان کړي
چي وژنه يې بنده کړي دهغه الله دذات څه
پرې ښکاره به څنګه حوري داسمان کړي
چي بنده د ذُالجلال دعوه په ځان کړي
او ياخټي خپل ځانونو ته سبحان کړي
بس کږې دي جهنم ورته سپږمې کړي
ورښکاره دي داپي مارانو ځان کړي
۱۳۹۰/۱/۶