ته نغمه دتوروغرونوته سندره د نظمونو
زماخاموشه زندګي ته ته څپه ددريابونو
دتياروتته ډيوه يم ستادستړي ماښامونو
مانه هيره مينه نه ده ستا کتاب دارمانونو
مرورقسمت پخلا کړه چې ډيوه شم ديادنو
ماسره يوه کتاب دی ستادمينې دخيالونو
ته بهارغوندې تازه يي زه خزان دطوفانونو
زه يوه خوب دتوروشپويم ته تعبيرمې دخوبونو
سره ګيډۍ دګلو غواړم ډک پلو دګلابونو
زه ريدي دمينې داغ وړم دحفيظ په شوګيرونو