پروطن به نوبهار وى موږ به نه یو
دا چمن به لاله زاروى موږ به نه یو
په گلشن کي به غنچه گلان غوږیږي
هرختن به مشکباروى موږبه نه یو
په سیلوبه نوى نوى مرغان راسي
هرکوئل به په گفتاروى موژبه نه یو
بیابه بل سي ده کږدیو څراغونه
دشتي غرونه به سینگاروى موږبه نه یو
پرگودربه سي باران ده دیدنونو
شنه منگي به هم قطاروي موږبه نه یو
خوبرویان به په زلفانوکي سنبل ږدى
عاشقان به په تلواروي موږبه نه یو
میئخوران به سرپرسرتش کي جامونه
ساقى جان به دوره داروى موږ به نه وی
بریالئ خاورین به خاوري وي ده خاورو
قندهاربه قندهاروى موږبه نه یو