زموږ د سيمي په هر كلي كي وحشت دى
درواغ نه وايمه خلكو حقيقت دى
ګورئ ما حلالوي په چاړه باندي
راته وايي چي راغلى دي نوبت دى
غبرګ لاسونه يې د ورور په وينو سره دي
راته وايي نن مي بيا كړى غيرت دى
د خزان خړه سېلۍ ده نه خلاصېږي
خداى خبر، چا وركړى اجازت دى
مينه، ورور ولي په چا پاته نه سوه
هر چا كرلى تخم د نفرت دى
وړي چي خپل سرونه په لاسو كي
ويلى دغو خلكو حقيقت دى
وژلى يې محيب په تور د كفر دى
خدايه څومره دي ډېر كړى جهالت دى