غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43360
مومند محمدي اڅړ
دخبریدو نیټه : 2011-04-07


څوک د زړه له تله له جانانه ګرځيدلي دي
چا زولنې تورې د زلفانو پريښودلي دي

خود به د زړه غوښې کبابونه ورته ورکړمه
نن د يار غمونه ميلمانه راته راغلي دي
بيا دياد سکروټې د جانان باد د خيال راوړلې
بيا يې د ژوند واړه خوشحالۍ راته داغلي دي

موږ چې څه کرو يار يې حاصل بل څه راکړى دى
مــــــوږ وفا کرلي جـــــفاګانې مــــــــــو ريبلي دي

اوس به مې د ژوند نرګس شي مړاوى مازديګر يې شو
پاڼې يــــــې د مــــــــــينې د سبا باد رپولــــــــــي دي
اور به شي له کلي د غماز به لمبې پورته کړي
سوي اسويلي مې په سينه کې چې لاغلي دي

نن خـــــــــــو به د زړه له تله دا کيسه دروکړمه
سترګې دې جانانه په والله چې ډيرې ښکلي دي

ژاړي به اسمان او زاره چاودي به تور کاڼي کړي
دومره منتونـــــــــــــــه مې په مينه کې منلي دي
ستا ډکه ځولۍ د پسرلي د سرو ګلانو وي
موږه سپيرې خاورې په سرونو بادولي دي

موږ ته د قبرو خولې له حيرته وازې پاتې وي
مـــــــــــوږه ډير دارونه په سرونو خيږولي دي