څه جادو دې په ما کړی جادوګرې
چې په زړه مې ستا د عشق ګرځي لښکرې
نه پوهېږمه چې سترګو کې دې څه دي
ستا په مخ کې ما نه هېرې شي خبرې
د اسمان نه هم اوس پورته چېرته خېږي
زما خيال دومره پيدا کړلې وزرې
ته خوندونه د ليلا له شونډو اخله
ما ته شونډې د پښتو ژبې شکرې
د اټک د فکر کان ته حيرانېږم
چې درګرده ترې راوځي مرغلرې
/ کامه