غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43381
نقيب احمد قريشي
دخبریدو نیټه : 2011-04-08


ستا د ږغ څــپــه ، څــپــه ، څپــــــه نــــــه ده
شــعـــر كي مي راپــــاتـــه ائـيــنــــه نــــــه ده

مــا بــه يـې پـــر ســر خــونــونــه كــــړي واى
ښــــه ده چـــــي وړه ، وړه ، وړه نـــــــــــــــه ده

اوس لا د ګرانښت څو ټكي پــــاتـــــــــه دي
اوس مي لا په هر رګ كي خـوره نـــــــــــه ده

سترګي دي ژوند نه اخلي مرګ اخلي اوس
ډېر الله پر زړه باندي دي شـــپـــــــــه نــــــه ده

دغه ياغي خـلـګـو بـــــــه مــنــــــــلاى نـــــــــــه
ښــه دى چــــي پــــــه زوره ســــجــده نـــــــه ده

خيال ويل نقــيبــه مـــا پــــرې وپـــاشــــــــــــــه
هسې سترګي پـــټــــــي دي ويــــده نـــــــــه ده

، كندهار