چي اوسيږوپرداځمکه، یوازي نه یوموږ انسان
پــه دې کـــي لـــــري بــــــرخــــــــه ټــــــول ژوي اومـــرغان
انسان پــه هــرڅـه پـوه، ځواک یې دی پلاس کي
ســربــېــره پـــرداټولــو رښت هـــم لري مــــاران اولړمان
زموږ پرګـردۍ ځمکه وېش نــه دی څرګند سـوی
وګـــورۍ ژوندوتـــه، لــه یـــولـــوري بل لــوري تــه روان
دی انسان ظالم ، ټـــوله غواړي پـــه خـپل واک کي
پای یـــې وي پـــه کـــبر کي اختیاریې دچنجیانولړمان
نــه لــري وېش ځمکه،پـه انصاف به پراوســـیـــږو
انسان ژوي که مرغان، دهریوه رښت دی په خپل شان
سمسمون دی پــرداځمــکه راویستلی پاک الـلّـه
ټولوته یې رزق له دې ځمکي نه ورکړی پاک سبحــان